د اوبو مدیرت په موخه د ننګرهارپه ۲۰ ولسوالیو کی د چک ډیمونو سروې بشپړه شوه

د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري د ننګرهار له ۲۲ ولسوالیو څخه په ۲۰ ولسوالیو کې د چک ډیمونو (د باران د اوبو د زیرمو) د جوړولو په موخه سروې د ننګرهار په ۲۰ ولسوالیو کې بشپړه او په دوه نورو ولسوالیو کې به هم ترسره شي.
د ننګرهارد کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل وویل دغه سروې د ولسمشر محمد اشرف غنی په لارښوونه د هیواد په ۳۴ ولایتو نو کې د بارانونو د اوبو د مدیرت په موخه ترسره کیږي.
نوموړي زیاته کړه د ننګرهار په هره ولسوالۍ کې ۱۵ کلي سروې شوي او په هرکلي کې د پنځه چک ډیمونو سروې شوې ده چې په ننګرهار کې به شاوخوا د ۱۶۵۰ چک ډیمونو سروې ترسره او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ته به د وروسیتو اجراتو په موخه واستول شی.