په کندهار کې څه باندې د ۱.۶ ملیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوکانال د جوړولو کار د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند د کلاچې کلي د پراختیایي شورا له خوا روان دی. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۱۳۰۰ متره دی چې ۸ بندونه او ۱۵ د اوبو د ویش دروازې لري. د دغې پروژې د جوړولو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۱۲۰ کاري ورځې رامنځته شي او د کلي ۲۵۳ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره به د کلیوالو ۷۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.