په تخار کې د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له خوا د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په پوفر کلي کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. په دې ترڅ کې له ۱۶۰۰ متره واټن څخه اوبه له یوې چینې لیږدول کیږي دا نل ۲۰ نلکې او یو شمیر میټرونه لري په ټوله کې ۲۰ کورنۍ ددې پروژې له اوبو ګټه اخلي. تردې مخکې د کلي وسیدونکو له یوه کیلو میتره لرې واټنه په خرو نا صحي اوبه راوړې چې د بیلو ناروغیو لامل ګرځيدې.