په میدان وردګو کې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسونې ملي پروګرام د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې په لاسي نلکو سنبال ۱۱ څاګانې و ایستلې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې. په دې څاګانو سره د ۲۰۰ کورنیو نږدې ۱۰۰۰ وګړو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاس رسی پیدا کړ.