د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند د جوړولو د کار له بهیر څخه چې د شاوخوا (۱۳) میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پلي کیږي، تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د پلان او پالیسۍ مرستیال د کارونو د لا ښه والي او چټکتیا لپاره د شرکت انجنیرانو او تخنیکي ټیم ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د یاد ذخیروي بند د لیدنې ترڅنګ د پلان او پالیسۍ مرستیال د قادس بند د شاوخوا کلیو له سپین ږیرو او مخورو سره وکتل او د خلکو ستونزې يې په غور واوریدې او د هوارولو په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د دغه بند د کار په بهیر کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړیدو سره به یې د یادې سیمې (۱۴۰۰) هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
