په پکتيا کې د ۱۰ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۱۰۳ ښوونځيو د جوړولو کار پیل شو

content_manager
Wed, Oct 23 2019 2:53 PM
پکتیا

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې د پکتيا ولایت په مرکز او ولسواليو کې د ۱۰۳ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو کار رسماً پیل شو.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي په پکتيا کې په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو ته وویل، چې په پکتيا کې به د لس ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۰۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي، چې ۴۳ زره زده کوونکو ته به د ښوونې او روزنې وړ چاپېريال برابر کړي.
د ښاغلي کریمي په وینا یاد وزارت توانیدلی، چې په ۱۳۹۸ کال کې په پکتيا کې د څښاک اوبو چمتو کولو، ترانسپورټ، اوبه خور، د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا او کلیوالي سيمو ته د برېښنا رسونې په برخه کې ۱۳۲ پروژې بشپړې کړي، چې ۱۲۳ ميليونه افغانۍ ارزښت لري او ۱۳۷۰۰۰ کاري ورځې یې ایجاد کړي وې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، چې د اوبو رسونې، اوبه خور، اقتصاد، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې د ۹۶۷ ميليونه ميليونه افغانیو په ارزښت د څه کم ۶۰۰ سوه پروژې پلان شوي، چې څه کم څلور سوه زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي او اوس په پکتيا کې د ۲۶۳ پروژو کارونه روان دي، چې په ترڅ کې به دوه لکه او څلوېښت زره کاري ورځي رامنځته شي. د دې ترڅنګ د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د لېرې پراتو سيمو لپاره د لمریزې برېښنا د برابرولو په برخه کې ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالیو کې د ۱۴۶۶۵ کورنیو سروي شوې او همدا راز باید ووایو چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کليوالي اقتصاد پرمختیا پروګرام توانیدلی، چې د مرکز ګردیز او احمد اباد ولسوالۍ ۱۶۱ کلي تر پوښښ لاندې راولي او د سپما ۱۲۸۸ ګروپونه به جوړ کړي، چې له دې ټولنو سره ۸۶،۹ ميليونه افغانۍ مرسته هم کېږي او اوس په پکتيا کې ۱۲۸۸۰ وګړي چې ډېری یې ښځې دي، د دې پروګرام څخه ګټه اخلي.

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS