د افغانستان او تاجکستان ګډ  پرمختیایي پروګرام (لیټاکا)

content_manager
Mon, Sep 23 2019 11:38 AM
لیتاکا

لیتاکا د افغانستان او تاجکستان حکومتونو ګډه پرمختیايي او اقتصادي پروژه ده چې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام) (UNDP،  افغانستان حکومت او د تاجکستان له لوري له لوري د دریو کلونو لپاره یانې له ۲۰۱۸ م کاله تر ۲۰۲۰ م کاله پورې په ګډه د دواړو هېوادونو په سرحدي سېمو کې  پلې کیږي. یاده پروژه د جاپان د نړیوالې همکارۍ دفتر  (JICA) او د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام له خوا تمویلیږي، چې ټول لګښت یې ۱۰،۷ ميليونه ډالرو ته رسیږي.
لیټاکا پروګرام  د افغانستان په شپږو ولسوالیو (د بدخشان په شهر بزرګ، د تخار ولایت په چاه اب، ینګي قلعه، او دشت قلعه، د کندز ولایت په امام صاحب او د بلخ ولایت په خلم ولسوالیو کې) همدا راز د تاجکستان د ختلان ولایت په (شارتز، قبادیان، جیحون، دوستي، پنج، شمس الدین شاهین، همداني او فرخار سیمو کې چې د افغانستان له ۶ ولسوالیو سره پر پوله پرتې دي دا پروژه پلې کیږي)
په دغو سیمو کې د پولې دواړو غاړو ته  ۱۸۲۳۸۲۸ تنه وګړي ژوند کوي  به یادونه وکړو، چې ددې پروژې لومړی پړاو له ۲۰۱۴ م کاله تر ۲۰۱۷ م کاله تر سره شوې و.
 د لیتاکا  پروګرام د  سیمیز حکومت، مدني ټولنې او د خصوصي سکتور استازو ته فرصت برابروي چې په سیمه کې د ټولنیزې اقتصادي پرمختیا پایښت رامنځ ته کړي او د پولې دواړو غاړو ته د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لامل وګرځي.
دې پروژې په سیمه کې د امنیت له ښه کولو سره مرسته کړې، عادلانه او دوامدارې اقتصادي ودې ته یې لاره پرانستې، د حکومتولۍ د ښه کولولامل شوې ، کلیوالي زیر بناوو او خدمتونو ته یې لاسرسی اسان کړی او د پولې دواړو غاړو ته یې سوداګري ښه کړې ده.
په دې ترڅ کې د افغانستان د ۴ ولایتونو په ۶ ولسوالیو کې ۲۰ زیربنايي پروژې پلې شوي شوې دي چې په ترڅ کې یې د اوبه خور کانالونه، استنادي دیوالونه د ګاډو پلونه او نور جوړ شوي یا جوړیږي ۱۴۰۰۰ کسان نیغ په نیغه او ۱۷۰۰۰ وګړي په نا مستقیم ډول له دې پروژو ګټه اخلي او لګښت یې څه باندې ۹۱۳ میلیونه افغانۍ دی.
همدا راز په دې ترڅ کې یو شمیر اقتصادي پروژې هم پلي شوي چې د بیلګې په ډول د شاتو د مچیو پالنه، لاسي کارونه، ټغر اوبدنه، مالداري او غالۍ اوبدنه یادولی شو. ددې پروژو لګښت څه باندې یو میلون او ۴۰۱ زره افغانۍ دی.
سلګونه خلک نیغ په نیغه او زرګونه نور په نا مستقیم ډول له دې پروژو ګټه پورته کوي.
ددې پروژې په ترڅ کې د توکیو د خرڅلاو مرکزونه، د کڅوړه کولو ( دسته بندۍ) کارځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړل شوي. د کرنې په برخه کې کروندګرو ته نوي کرنیز وسایل او اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي.
دا چې ددې ولسوالیو اب و هوا کونړ ته ورته بلل شوې ده نو د لومړي ځل لپاره د کونړ اسمارۍ اوزې ور لیږدول شوي او پر کونډو ویشل شوې دي، دا اوزې کال کې دوه ځل بچي راوړي چې شمیر یې هم ډیر وي.
همدا راز د زنځيري اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار شوی دی د بیلګې په ډول سړک نه و چې خلک خپل توکي بازار ته ورسوي هغوی ته سړکونه او پلونه جوړ شوي د توکیو کڅوړه کولو ته یې لاره هواره شوې او ورته نورې چارې تر سره شوې دي.
دا پروژه په ټوله کې د افغانستان د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت او په تاجکستان کې د هغه هیواد د اړوند وزارت له خوا پلې کیږي.
باید یادونه وکړو، چې ورته پروګرام په ۱۹۷۹ م کال کې د جاپان په یوتا کې پیل شوی و چې په څه ناڅه بدلون سره په افغانستان کې یوه پروژه ( زما کلی زما ویاړ) د لیټاکا پرورګرام تر چتر لاندې پیل شوه.

 

Latest news

Thu, Nov 27 2025 9:09 AM
Background image

Construction of 42 Safe Drinking Water Networks Begins in Paktika Province

The construction of 42 safe drinking water networks in the districts of Gomal, Wazikhwa, Dila, Khushamand, Janikhel, Char Baran, and Shakin of Paktika Province has officially begun. . .

Sun, Nov 23 2025 8:56 AM
Background image

The work on the digging of (40) clean water wells has begun in the Maidan Wardak province

The Minister of Rural Rehabilitation and Development, Honorable Haji Mullah Mohammad Yonus Akhundzada, officially launched the project today in a ceremony held in Maidan City, Narkh,. . .

Sat, Nov 22 2025 10:38 AM
Background image

Construction of 12 Water Supply Networks Begins in Bamyan Province

The construction of 12 water supply networks, worth approximately 37 million Afghanis, has officially begun in the center and Yakawlang district of Bamyan Province. The project was. . .

BACK TO NEWS