د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کلیوالي صنایعو نندارتون پرانستل شو

content_manager
Wed, Jul 31 2019 3:42 PM
نمایشگاه باغ چهلستون

د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د نمانځلو په ویاړ د کلیوالي صنایعو رنګین نندارتون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو بیارغونې او پراختيا وزیر پوهنل مجیب الرحمن کریمي، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې د عمومي مشر عبدالوحید قتالي، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني له خوا د کابل په چهلستون بڼ کې پرانيستل شو.
دا نندارتون به ددریو ورځو لپاره(۹-۱۱ زمری) د نندارچیانو پر مخ پرانستی وي، چې په کې د هیواد متشبیثینو او په ځانګړي ډول ۱۸۰ تنو ښځو متشبیثینو خپل لاسي او وطني تولیدات په ۲۰۰ ننداریزو غرفو کې نندارې او خرڅلاو ته اېښي دي. په نندارتون کې ۱۹۰ ننداریزې هټۍ (غرفې ) د لاسي صنایعو او ۱۰ نورې د خوراکي توکیو دي.
دا د هیواد په کچه لومړنی نندارتون دی چې متشبیثو ښځو په کې له ټولو ۳۴ ولایتونو څخه برخه اخيستې او خپل لاسي توکي او نور تولیدات یې خرڅلاو ته اېښي.

Latest news

Sun, Nov 09 2025 1:29 PM
Background image

Completion and Inauguration of Eight Water Supply Networks in Faryab Province

The construction of eight water supply networks in the districts of Dawlatabad, Shirin Tagab, Garziwan, and Kohistan of Faryab Province, worth more than 39 million Afghanis, has been. . .

Sun, Nov 09 2025 8:48 AM
Background image

A Water Dam In Faryab Province Handed Over for Public Use

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has completed the construction of a water dam in Qara Sheikhi village, Khwaja Sabz Posh district of Faryab province, at a total cost. . .

BACK TO NEWS