د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د کونړ له سیند څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم پر اساس او د اقتصادي معاونیت د پریکړې پر بنسټ د اوبو او انرژي، د کرنې او مالدارۍ، د صنعت او سوداګري وزارتونو محترمو وزیرانو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د کونړ سیند څخه له نږدې لیدنه وکړه.
نوموړي هیأت د کونړ سیند له تخریباتو او د سواحلو له تحکیم څخه لیدنه وکړه ترڅو په اړه يې یوه جامع طرح جوړه کړي او د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی سره شریکه کړي.
