په جوزجان ولایت کې د (۶۹) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل او (۶) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۶:۱۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم له خوا د جوزجان ولایت په مرکز او آقچه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۹) میلیونه افغانيو په لګښت (۶) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د دغه ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د (۳۱۱) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۹) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې د مرستیال صاحب له خوا پيل شوې.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو ترمیم او جغل اچول، د اوبو رسولو شبکو جوړول او معیشتي پروژې شاملې دي.

د یادو پروژو د کار په بهیر کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې په اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړیو لسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۶:۱۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د (۶۹) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل او (۶) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم له خوا د جوزجان ولایت په مرکز او آقچه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۹) میلیونه افغانيو په لګښت (۶) پراخت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۶:۹
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو (۳) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په اندخوی او دولت آباد ولسوالیو کې د څه باندې (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۳) شبکو د جوړولو چارې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

BACK TO NEWS