په جوزجان ولایت کې د (۶۹) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل او (۶) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم له خوا د جوزجان ولایت په مرکز او آقچه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۹) میلیونه افغانيو په لګښت (۶) پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د دغه ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د (۳۱۱) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۹) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې د مرستیال صاحب له خوا پيل شوې.
په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو ترمیم او جغل اچول، د اوبو رسولو شبکو جوړول او معیشتي پروژې شاملې دي.
د یادو پروژو د کار په بهیر کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې په اړوندو برخو کې د مرکز او نوموړیو لسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شي.
