د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام

mrrd_admin

پیژندنهWEE-RDP/MRRD

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام WEERDP په دې ډول ترتیب او ډیزاین شوی، چې ډیر تمرکز د ‌کلیوالي ښځو په اقتصادي ځواکمنتیا کوي. چې د هیواد ۳۴ ولایتونو ته د همدې موخې د ترلاسه کولو په هېله له غوره مدیریت سره د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره وړاندې کیږي.  د ملي یوالي د حکومت له هغو سترو موخو څخه چې د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره یې پخپلو لومړیتوبونو کې لري، دغه پروژه په دې نیت د کلیوالي صنعتونو د پرمختیا ملي پروګرام (AREDP)  له تیرو ټولو تجربو سره په نوي بڼه د هیواد په هغو کلیوالي سیمو کې چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي تړون د پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي، په مختلفو برخو کې د څو وزارتونو په ملتیا چې په هغو کې: د کرنې اوبو لګولو، عامې روغتیا، د کار او ټولنیزو چارو، د کلیو بیا رغونې، د ښځو چارو او ماليي وزارتونه شامل دي، د سوداګرۍد خونې په ګډون  له نورو دولتي او غیر دولتی ادارو او مدني ټولنو سره یوځای کار او فعالیت کوي. د کلیوالي د اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام به له غوښتنې سره سم د کلیوالي متشبثینو اړیکې د تولیداتو د پلورنې په برخه کې له سیمه ییزه، ملي او نړیوالو مارکیټونو سره ټینګې کړي،  چې ځانګړی تمرکز په هغو کوچنیو فرعي سکتورونو کوي، چې د ښځو په رهبرۍ تولیدي فعالیتونه ترسره کوي.  له دې سربیره هغه بنسټونه چې په کلیوالي سیمو کې په لویه کچه تولیدي فعالیتونه لري او یا هم د نارینه و لخوا رهبري کیږي، هغوی ته هم د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام لخوا وده او پرمختیا ورکول کیږي.   

د پروګرام موخه

د پروګرام موخه تر پوښښ لاندې کلیو کې د ډیرو بې وزله میرمنو  ټولنیز او اقتصاد ژوند ته پیاوړتیا ورکول دي، چې د هیواد په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي.

د پروګرام پيژندنه ( د ټولنیز ژوند د پیاوړتیا) په توګه هم  کولای شو،  هغه داسې چې د ټولنې په کچه د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره  کلیوالې مېرمنې په ټولنیزه تمویلي بنسټونو کې ګډون وکړي او دا برخه اخیستنه یې پرته له کوم شرط او خنډ څخه وي؛ ترڅو دوی وکولای شي خپل اقتصادي او ټولنیز حیثیت په ټولنه کې پخپلې رهبرۍ سره پیاوړې کړي.  دغه اقتصادي  بنسټونه چې په مالي تمویلي بنسټونو یا د پور او سپما په کلیوالي اتحادیو سره یادیږي،  د پانګونې لپاره  کلیوالي ښځو ته پیسې برابر وي، له دوی سره تخنیکي مرستې کوي او د دوی اړیکې  له رسمي تمویلي بنسټونو او د تولیداتو د پلورنې په برخه کې له مارکیټونو سره ټینګوي؛  ترڅو  دوی له اقتصادي پلوه پياوړي  شي.  په دې پروګرام کې اقتصادي پیاوړتیا داسې هم تعریف شوې، چې په ټولنه کې به ښځې دوه ډوله وړتیاوې ترلاسه کړي؛ یعنې له یوې خوا به یې خپل اقتصاد پياوړی شي او له بلې خوا به په اقتصادي تصمیم نیولو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

په منصفانه او مناسبه توګه اقتصادي ځواکمنتیا هغه مهال پيلیږي، کله چې کاروباري خلک په مساوي توګه مارکیټونو او تمویلي بنسټونو ته لاس رسی ولري.  لیکن ښځې هم د داسې نمیاینده ګیو او مالي تمویلي بنسټونو جوړولو ته اړتیا لري،  ځکه  چې دوی هم کولای شي له اقتصادي فعالیتونو څخه ګټه ترلاسه کړي.  دا په دې معنی چې په اقتصادي ځواکمنتیا کې د ښځو ونډه اخیستنه د دې ضمانت وړاندې کوي، چې په تولیدي فعالیتونو ښکیلتیا او د خدمتونو په ترلاسه کولو سره مېرمنې هم پيسې ګټلی او کنټرولولی شي.

  د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام څانګې

  • لومړۍ څانګه: د ټولنیزو بنسټونو د پرمختیا څانګه
  • دوهمه څانګه:   مالي سرچینو ته د لاسرسیو او له تمویلي بنسټونو سره د اړیکو جوړولو څانګه
  • دریمه څانګه:  د پروژې د پلي کولو په شمول  د پروژې په اړه د پوهاوی او مدیریت څانګه

د پروژې ساحه/کاري سیمه

د ‌کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام WEE-RDP یو ملي پروګرام دی، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به لږ تر لږه په هر  ولایت کې دوه ولسوالۍ  پخپلې راتلونکې (پنځه کلنه) دوره کې تر پوښښ لاندې راولي او نږدې  پنځه لاکه / (۵۰۰،۰۰۰) کورنۍ به له ۶۲۵۰ کلیوالي پرمختیایي شوراګانو/ (CDCs) څخه د خپل اقتصادي فعالیت تر اغېز لاندې راولي، چې نږدې (۴۰،۰۰۰) سپما ګروپونه به د ۳۴ ولایتونو په دوه اویا / (۷۲) ولسوالیو کې جوړې کړي.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام کلنی راپور(۱۳۹۷)

 

 

د برنامی ویب‌سایت