په تخار کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۵:۱۵
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۴۵۰ خانواده در تخار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ په کیوان جدید کلي کې شاوخوا ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه په نلونو کې برابرې کړې.

د اوبو رسولو ملي پروګرام په پورته ذکر شوي کلي کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه کړه چې په دې وروستیو کې د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د ۳۰ تختې سولر اخیستل او نصبول، د سولرونو لپاره د یوې احاطې او یوې هسکې زیرمې جوړول، د څه باندې ۷۸۰۰ متره اوږدې شبکې غځول او د ۲۰۵ نلکو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادونې وړ ده چې ددغې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۴زره او ۶۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS