په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو (۳) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په اندخوی او دولت آباد ولسوالیو کې د څه باندې (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۳) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو شبکو کې د (۴۰ او ۲۵) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو (۳) ذخیرو جوړول، د (۹۱۲۵) مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د (۳۹۴) شیردهنونو نښلول شامل دي.
د یادو شبکو د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړیو ولسوالیو (۱۱۷۲) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
