د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د اوبو رسولو شبکې او د یو شمېر نورو اوبو رسولو شبکو د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه .

د کلیو ودانیزو چارو مرستیال صاحب د یادو پروژو د تطبیق بهیر، ساختماني کیفیت، د کارونو د پرمختګ کچه، د تخنیکي معیارونو مراعات او د پروژو د تطبیق پر مهال د اړوندو انجنیري اصولو د رعایت څرنګوالی له نږدې وڅېړه او په ننګرهار ولایت کې د پروژو د چارو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق څخه ستاینه وکړه.

د لیدنې پر مهال مرستیال صاحب وویل چې د بیارغونې او پراختیا پروژې باید د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو، کیفیتي اصولو او منظور شوو طرحو له مخې باید په شفاف او معیاري ډول تطبیق شي، څو د پروژو له بشپړېدو وروسته یې ګټه ‌اخیستنه اوږدمهاله او د خلکو اړتیاوې په ښه توګه پوره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS