په ننګرهار کې د کانکریټي ډوله سړک د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۳:۴۰
په ننګرهار کې د کانکریټي ډوله سړک د جوړولو کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په کندهاريانو کلي کې د ۱۱. ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د۸۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټي ډوله پوخ سړک د جوړولو کار ۸۵ سلنه مخ ته تللی دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۵۳۴ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۷۱۵ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته د ځايي اوسیدونکو د تګ او راتګ ستونزې هم هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS