په ننګرهار کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۲ متره استنادي دیوال د جوړولو کار پيل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالي په باسول علي جانخیل کلا کلي کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۱۲ مترو په اوږدوالي پوخ استنادي دیوال د جوړولو د پروژې کار پیل شو. د دغې پروژې په ترڅ کې به ۳۵۷۰ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۴۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې د ځايي بزګرانو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د موسمي سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.
