په لوګر کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱۵ - ۱۱:۵۸
په لوګر کې د اوبو لګولو د کاریز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د لوګر ولایت په مرکز پورې اړوند زرداد کلي کې د څه باندې ۳ میلیونi افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو کاریز چې ۵۸ څاګانې، د اوبو زیرمتون او د ۱۵۲۸ مترو په اوږدوالي کانال لري جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد چې له ملي بودیجې تمویل شوی۱۸۰۷ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۸۹۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د سیمې ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS