په غور کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۴ کیلو متره سړک جوړولو کار پیل شو

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۳:۵۴
آغاز کار احداث ۲۴ کیلومتر سرک به ارزش ۵۴ میلیون افغانی در غور

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په سربغندي، او د قلعه کامران په ناو کلیو کې ۲۴ کیلو متره سړک د نږدې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي. ددې سړک په اوږدو کې ۱۰۶ پلچکونه، ۴ واشونه او ۱۸۹ متره استنادي دیوال په پام کې نیول شوي دي. دا سړک چې په ۸ برخو کې جوړیږي د یادې ولسوالۍ ۶۰ کلي یو له بل سره نښلوي.

د دې پروژې په ترڅ کې ۲۷۰۰۰ کاري ورځې رامنځ ته کیږي چې په بشپړتیا سره به یې لسګونه زره خلک له ګټو برخمن شي.

دا سړک به له یوه پلوه د سیمې د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړي او له بله پلوه به له کروندګرو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات پر وخت د پلور بازارونو ته ولیږدوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS