په زابل کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۱ - ۱۳:۵۹
په زابل کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ‌ الصحې ملي پروګرام له لوري د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په آیوب کلي کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې مالي لګښت د یو اس اید/یونیسف د ادارو لخوا ورکړل شو او د پروژې په تکميلېدو سره د شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو لپاره، چې پخوا یې د څښلو لپاره پاکې اوبه نه درلودې، د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د ۱۳۶۱ متره اوږدې شبکې غځول، د اوبو د یوې ذخیرې او د سولرونو لپاره د یوې احاطې جوړول او ۱۲ تختې سولرونو، نل‌بندانونو او داسې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کاري ورځې هم ایجاد کړې وې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS