د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي صاحب د هرات ولایت له والي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۲۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي د هرات ولایت له والي شیخ نوراحمد اسلام جار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د هرات ولایت والي په یاد ولایت کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له اغیزمنو کارونو څخه مننه وکړه او د هرات ولایت د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ يې د پاکو اوبو رسولو، پلونو، پلچکونو او کلیوالي سړکونو د جوړولو پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي د هرات ولایت والي ته وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. موږ تل کوښښ کوو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۵۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۸:۴۰
Background image

په پکتیا ولایت کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

دکليو د بيا رغونې او پر اختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د سیدکرم او احمد ابا ولسوالیو په اړوندو سیمو کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې نن د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر د هلمند ولایت له مرستیال والي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له مرستیال والي محترم مولوي رحیم‌ الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

BACK TO NEWS