د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر د هلمند ولایت له مرستیال والي او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له مرستیال والي محترم مولوي رحیم الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي محمود ثاني، د دې ولایت د امارتي ادارو له رئیسانو او مسؤلینو، قومي مشرانو او ملي سوداګرو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د هلمند ولایت د والي مرستیال په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه محترم وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او وویل: مونږ ډېر خوشحاله يو چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل زموږ ولس ته پاملرنه او ستونزو ته يې پروخت رسېدنه کړې ده، او خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: مونږ د هېواد ټولو ولایتونو ته په ځانګړې توګه محرومو او له اسانتیاوو څخه لرې سیمو ته ځانګړې پاملرنه لرو، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم په هلمند ولایت کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي.
