د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۳۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر او د نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: اوبه هغه عنصر دی چې ټول بشر ورته اړتیا لري او د اوبو پرته ژوند ناشونې ده، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ته دنده سپارل شوې ترڅو هېواد ته د بیرته راستانه شویو کډوالو کمپونو کې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي. اوس زموږ مسوولیت دی ترڅو خپل ټول ولس ته په ځانګړي ډول کډوالو ته په ګډه د اوبو رسولو په برخه کې خدمات وړاندې کړو

دغه راز محترم وزیر صاحب هېواد کې ډاډمن امنیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه اوس موږ او تاسې کولای شو چې د هېواد ګوټ ګوټ ته سفر وکړو او د خلکو ستونزې له نږدې وڅارو، د هوارولو په برخه کې يې کوښښ وکړو او هغو لرو پرتو سیمو ته لومړیتوب ورکړو چیرته چې اړتیا لیدل کیږي، معیاري او پر ځای پروژې پلي کړو څو خلک له اسانتیاوو څخه يې برخمن شي

همداراز محترم وزیر صاحب د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت د والي له مرستیال مولوي رحیم الله محمود، د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۲۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له عمومي رئیس سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو له عمومي رئیس مولوي غلام حیدر شهامت سره لیدنه وکړه.

د. . .

BACK TO NEWS