د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ په ګیچ تیری کلي کې د (۳،۶۱) کیلو متره جغل فرش سړک د بیاجوړولو او د آبرو ساختمانونو په شمول د (۱۳۱۰) متره استنادي دیوال د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-441 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-35156 نمبر جواز لرونکی د داوري هلمند ساختماني شرکت ته په ټولیز ډول ۲۶،۵۴۶،۱۹۷.۴۰ ( شپږ ویشت میلیون پنځه سوه شپږ څلویښت زره یو سل اوه نوي اعشاریه څلویښت افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
