په کاپیسا کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په بته زار کاریزي کلي کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار ۹۵ سلنه مخکې تللی دی. دا شبکه چې په سولر پمپ سنباله ده د ۲۰ متره مکعبه اوبو په کچه یوه هسکه زیرمه او د احاطې دیوال لري. یاده دې وي چې د دې شبکې په بشپړتیا سره به ۳۸۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیامومي.
