په پکتیا کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د وځې ځدراڼ ولسوالۍ په نصیر خیل کلي دې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه د ۳۰ زره لیټره او ۶ زره لیټره اوبو په کچه دوه کانکریټي زیرمې او ۶۸ نلکې لري چې په جویدو سره یې د لرې پراته کلي نصیر خیلو ۲۳۰ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
