په ننګرهار کې د څه باندې ۴ میلونه افغانیو په لګښت د۹۰۰ متره سړک جوړولو کار پیل شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۵ - ۱۵:۲۶
ننگرهار

 د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام دڅارنې، ساتنې او ودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) له لوري د څه باندې ۴ میلونه افغانیو په لګښت د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي د یو سړک او د هغه د غاړې د ویالو د جوړولو کار د ننګرهارولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند د اتفاق فامیلي د پراختیایي شورا له خوا پیل شو. د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې به ۱۷۱ تنو ماهرو او غیرو ماهر کاریګروته د کار زمینه برابره شي او د دغې پروژې د کار له بشپړیدو وروسته به ۸۵۷ کورنۍ ترینه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۲۲:۱۲
Background image

په پکتیا ولایت کې یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې (۴.۹) میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچنۍ بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

په کاپيسا ولایت کې (۳۳۱) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې (۴۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ولایت کې بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت، د  (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت په پغمان، خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د. . .

BACK TO NEWS