په ننګرهار ولایت کې د کلیوالي فرعي سړک د بیارغونې کار روان دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ لپاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري په ننګرهار ولایت کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کلیوالي فرعي سړک چې ۸۰۰ متره اوږد دی په جوړیدو سره به د ۱۶۰ کورنیود تګ راتګ ستونزه هواره شي. د دغې پروژې د کار په بهیرکې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۳۳۶۰ کاري ورخې رامنځته کیږي.د نوموړي سړک کار د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ د مکار کلي پراختیایي شورا لخوا روان دی.