په غور کې د ۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت یوه پراختیایي پروژه بشپړ شوه
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د غور ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په درزي خرسنګ کلي کې د ۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د ۴۱۱ مترو په اوږدوالي یو استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. ددغې پروژې په کاري بهیر کې کاریګرو ته ۱۳۲۳ ورځې رامنځته شوې دي، چې ۱۵۲۴ کسان یې د اړوندې سمې له ګټې برخمن شوي دي. او په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه، او د استوګنې کورونه یې د سیلابونو له زیان څخه وژغورلي دي.