په سرپل کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۳:۵۶
جریان کار ساخت یک شبکه‌ی آبرسانی به ارزش ۱۰ میلیون افغانی در سرپل

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په ابخور کلي کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا شبکه چې په ټوله کې ۱۴.۳۵۳ کیلو متره اوږدوالی لري او په ۳ برخو کې جوړیږي ۵۰ سولري تختې، اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۶ فشار ماتونکې زیرمې، ۳ د فشار کمولو والونه او ۵۱ نلکې لري.

یاده دې وي چې ددې شبکې کار ۹۸ سلنه مخکې تللی او په بشپړتیا سره به یې ۷۱۵ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ چارې روانې دي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء پروژې تر سیوري لاندې د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ اړوند په ګوګا منډيي کلي کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته د ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۵:۱۹
Background image

په میدان ورددګ کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د یو استنادي دېوال چارې بشپړې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په دهن مستا قُل خویش سیمه کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د ٢٨٠ مترو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

په بغلان کې د یوه محافظوي دېوال د جوړولو کار روان دی

چد کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیورې لاندې د کاسا زر پروژې په مالي ملاتړ، د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ اړوند په سنګبران کلي کې د ۲.۳ میلیونه افغانیو په. . .

BACK TO NEWS