د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په پروان ولایت کې د خوراکی توکو د دریم پړاو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا او د AWARD مؤسسې په تطبیق د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي توکو د دریم پړاو ویش ترسره شو. په دغو مرستو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دال او څه اندازه مالګه شامله ده چې مستحقو لپاره په بشپړ نظارت وویشل شول.