د همغږۍ او طبیعي پېښو ته رسیدنې ریاست

طبیعي پېښو ته د رسیدنې په برخه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دندې او مسوولیتونه:

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د عالي کمېسیون دارالانشا، چې مشري یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجراییه رئیس کوي، مهم او فعال غړی دی؛ د طبیعي پېښو، هېواد ته د بېرته راستیندونکو او کورني بې‌ځایه شویو کسانو پورې اړوند ګڼې چارې ددغه وزارت له آدرسه ترسره کیږي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بې‌وزلۍ په ختمولو او د ټولنې په توانا کولو کې د طبیعي پېښو مدیریت یو مهم جز ګڼي. یاد وزارت د ټولنیزې شتمنۍ او فزیکي شتمنیو په برخه کې پانګونه کوي او د بېلا بېلو پروژو په تطبیق سره د خلکو د اقتصادي وضعیت د پورته کولو لپاره کوښښ کوي چې د زیامننې کچه راټیټه کړي. دغه کار په اوږدمهال کې د زیانمنو شویو خلکو د وضعیت په ښه‌والي او د هغوی د شتمنیو په ساتنه کې مرسته کوي.

د ریاست پیژندګلوي

دغه ریاست له ۱۳۸۴ کال نه تر ۱۳۹۵ کال پورې د ټولنیز خوندیتوب ریاست په نامه او له ۱۳۹۵ کال نه را پدېخوا، د وزارت په تګلاره او طریقه کې د بدلون په وجه، طبیعي پېښو ته د رسیدنې او همغږۍ د ریاست په نامه نومول شوی. یاد ریاست په تشکیلاتي جوړښت کې د پروګرامونو د معینیت تر مستقیمې څارنې لاندې فعالیت کوي او د همږۍ، پلان جوړونې او تسهیل یوازینۍ مرجع ده چې د وزارت او د هغو د ملي پروګرامونو په کچه طبیعي پېښو ته د رسیدنې د فعالیتونو څارنه کوي.

طبیعي پېښو ته د رسیدنې او همغږۍ ریاست د غذا او تغذیې د اجرایوي او تخنیکي کمېټې (AFSeN) او د تړلو غرونو د پرمختګ د نړیوال مرکز (ICIMOD) غړیتوب لري او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په استازیتوب د ملګرو ملتونو په کلسټر کې برخه اخلي.

لرلید

یوه آرامه ټولنه او په کلیو کې د طبیعي پېښو د ګواښ کچه اخري حد ته راټیټول.

عمومي هدف

د موسمي سیلابونو او آب‌خیزۍ له امله په زیانمنونکو سیمو کې د ګواښ کچه راټیټول او د طبیعي پېښو متضررینو او کورني بې‌ځایه شویو خلکو ته د بشري مرستو ویشل.

ماموریت

د زیانمننې او خساراتو د کچې راټیټول، د متأثرو شویو ټولنو په بیارغونه کې مرسته او د نورو ملي پروګرامونو  په همکارۍ د راستنیدونکو/ کورني بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول.

مهم ارزښتونه

  • ګډ کار، مشوره ورکول او مشوره اخیستل
  • له تاوتریخوالي، دوه‌ګوني‌چلند او فساد څخه د پاک کاري چاپېریال
  • په مالي او اداري چارو کې رښتینولي، صداقت او روڼتیا
  • د دندې په اړه ټینګ تعهد
  • امانتداري

د تطبیق لاره/سټراټیژي

  • د طبیعي پېښو د ګواښ راټیټول (DRR)

د کلیوالو تر غوښتنې وروسته دتحکیماتي پروژو تطبیق، د پروژو سروې، ډیزاین او اټکلي قېمت برابرول، د اړتیاوو په نښه کول او تثبیتول؛ لومړیتوبونه د ولایتي ریاستونو د انجینرۍ د څانګې له لارې وروسته له هغې ترسره کیږي چې د کلیوالي ټولنو د پرمختیايي شوراګانو (CDC) سره تړونونه لاسلیک شي.

  • د بشري مرستو ویش

د طبیعي پېښو پرمهال د اړونده ولایت له طبیعي پېښو سره دمبارزې د کمېټې یوه ګډ پلای چې په سر کې یې د هغه ولایت والي وي، سیمې ته استول کیږي. تر دقیقې څېړنې او اړتیاوو د تثبیت نه وروسته د ولایت د مقام له لارښوونې سره سم ولایتي امکانات زیانمن شویو کسانو، کورني بې‌ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو ته ویشل کیږي. د اړتیا په صورت کې او د ولایتي ریاستونو د غوښتنې سره سم، له مرکزه اجراأت کیږي او اړین توکي ورته لیږل کیږي.

له ونډه‌لرونکو ادارو سره همغږي

الف: د وزارت له پروګرامونو سره

 په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې له پروګرام، د کلیوالي لارو جوړولو له پروګرام، د ولسي تړون له پروګرام، د کلیوالي اقتصاد د پراختیا له پروګرام سره همغږي په ترتیب سره د څاه ګانو، شبکو او ټانکرونو په وسیله کورني بې‌ځایه شویو او راستنو شویو کسانو ته د څښلو د اوبو د برابرولو، د راستنو شویو کورنیو د اوسیدونې په سیمو کې د سرکونو د جوړولو او د سیمو د اتصال ، او د راستنه شویو کورنیو د هستوګنې په ساحو کې د پرمختیايي شوراګانو له لارې د بیخ‌بنايي پروژو د ایجادولو او کورني بې‌ځایه شویو ته د قالین اوبدنې، ترکاڼۍ، حلبي‌سازۍ او کالیو ګڼدولو مسلکي روزنیز پروګرامونو د دایرولو په موخه.

د بېرته راستنیدنې، د کسب‌وکار د ایجاد، د دوامدارې هستوګنې او له بیا ځلي کډوالۍ نه د مخنیوي ټول بهیر د ریاست د همغږۍ او پیوستون د امریت له لوري په دوامدار ډول څارل او ارزول کیږي.

ب. له بهرنیو ادارو سره همغږي

د همغږۍ او طبیعي پېښو ته د رسیدنې ریاست له نورو همکارو ادارو لکه (د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره) او نورو غیردولتی UN موسسو لکه ( د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري UNCHRاو د خوراکي توکیو نړیوال پروګرم WFP ) سره په همغږۍ کې خپلې دندې ترسره کوي.

کاري څانګې

  1. د همغږۍ او پېښو ته د رسیدنې آمریت

د ګواښ د کچې د راټیټولو په موخه د زیانمنو شویو ساحلونو، کرنیزو ځمکو، دولتي تصدیو او د هستوګنې د کورونو تحکیم‌کاري او په زیانمنونکو سیمو کې د سیلابونو لپاره د مخکې له مخکې تدابیرو نیول او تخریب شویو سیمو ته رسیدنې او د ګبیون او نورو بشري مرستو د ویشلو له لارې د کلیوالي اوسیدونکو د ژوند او شتمنۍ ساتنه. 

  1. د همغږۍ او د بېرته راستانه شویو کورنیو د پیوستون امریت

په لنډ مهال، منځ‌مهال او اوږدمهال کې د اړتیاوو په نښه کول، د بېرته راستنو شویو کورنیو او کورني بې‌ځایه شویو کسانو د اړتیاوو د لومړیتوبونو ډلبندي کول چې له نورو اړوند ادارو سره ترسره کیږي او د مرکز او ولایتونو په کچه اجراکیږي.

  1. د خوراکي توکیو د مرستو د همغږۍ عمومي مدیریت

د خوراکي توکیو د قیمت راټیټول او له وچکالۍ نه په زیانمنو شویو کورنیو باندې د خوراکي توکیو د نړیوال پروګرام (WFP) سره په همغږۍ کې د خوراکي توکیو ویشل.

  1. د تحلیل او راپور ورکونې مدیریت

د مرستو د ویش او تحکیماتي پروژو د فعالیتونو په اړه د ولایتي ریاستونو نه د راپورونو راټولول، د هغې تحلیل او توحید او اړوند ادارو ته د توحید شويو راپورونو استول.

بودیجه او لګښت

د یادونې وړه ده چې په دغه موده کې د همغږۍ او طبیعي پېښو ته د رسیدنې ریاست د وزارت په کلنۍ بودجه کې نه دی شامل شوی او د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د طبیعې پېښو په چارو کې د دولت د ریاست له احتیاطي کُډ نه د بودیجې غوښتنه کوي. په دې سربېره، یاد شوی ریاست خپله بودیجه د پروپوزلونو له لارې د همکارو موسسو نه لاسته راوړي.

لاسته راوړنې/ فعالیتونه

  1.  د همغږۍ او پېښو ته د رسیدګۍ امریت

په بادغیس، بغلان، سمنګانو، فاریاب، کاپیسا، کندوز، کندهار، کنړ، ننګرهار او هرایت ولایتونو کې په (۷۲۶) کورنیو باندې ۳۲۰ خېمې، ۱۶۵۰ کمپلې، ۷۲۲ ترپالونه، ۱۰۵۷ سطلونه، ۱۹۷ صحي جعبې، ۱۴۹۰ کاسې، ۱۶۴۸ پیالې، ۳۷۹ پېشقابونه، ۱۵۳۸ کاشوغې، ۱۵۳۸ کاشوغ پنجې، ۴۴۲ دیګونه، ۸۷۴ کړايي ګانې، ۴۵۷ د لومړنیو مرستو بکسې، ۴۷۰ د فشار آلې، ۴۸۷ هواسنج الې (ترمامېتر)، ۲۴۹۹ ماسکونه، ۶۰ جوړې البسې، ۵۹۶۰ بوشکې، ۳۱۵۲ خالي بوجۍ او ۳۰ دانې الکینونه ویشل شوي دي. 

  1.  د همغږۍ او د راستانو شویو کسانو د پیوستون امریت
    1. د بشري مرستو ویش

په روزګان، بادغیس، جوزجان، سمنګانو، غزني، غور، فاریاب، فراه، کندوز، کندهار او کنړ ولایتونو کې په ۶۲۶ کورنیو چې هېواد ته راستانې شوې وې او کورنۍ بې‌ځایه شوي وو، ۴۵۰ خېمې، ۲۰۲۸ کمپلې، ۵۷۴ ترپالونه، ۲۰۸ سطلونه، ۳۲ بوشکې، ۲۸۱ صحي کېټونه، ۵۳۱ کاسې، ۵۰۸ پیالې، ۲۲۴ پېشقابونه، ۶۷۱ کاشوغې، ۶۷۱ کاشوغ پنجې، ۱۲۸ دیګونه، ۸۲ کړايي ګانې، ۲۶۶ د لومړنیو مرستو بکسې، ۲۵۰ د فشار آلې، ۲۵۰ ترمامېترونه، ۱۱۴۵ ماسکونه، ۲۶۳ د پخلي سیټونه، ۲۶۴ دانې جمپر او جاکټونه، ۱۰۰ جوړې بوټ او موزې، ۲۵ دانې الکینونه او ۱۰ د اوبو ذخیرې چمتو شوې.

    1. د بشري مرستو لیږد 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د همغږۍ او طبیعي پېښو ته د رسیدنې ریاست اقلیمي بدلونونو او د ۱۳۹۷ کال د ژمي سخت موسم ته په پام سره، وروسته له هغې چې خپلې ډیپو ګانې یې وڅېړلې او ولایتي ریاستونو هم غوښتنې وکړي، د ډیپوګانو ۱۵ رقمه مواد چې عبارت وو له: ۲۳۰۰ خېمې، ۱۱۵۰۰ کمپلې، ۲۶۴۹ سرپوښ لرونکي سطلونه، ۵۷۰۰ پیالې، ۵۷۰۰ کاسې، ۵۷۰۰ کاشوغې، ۵۷۰۰ کاشوغ پنجې، ۱۳۷۹ قابونه، ۱۳۷۹ دیګونه، ۱۳۷۹ تبۍ، ۱۱۷۹ د لومړنیو مرستو جعبې، ۱۱۷۹ ترمامېترونه، ۱۱۷۹ د فشار آلې او ۱۳۴۰۰ ماسکونه، د جوزا د میاشتې له ۲۲ مې نه تر ۲۶ پورې ۱۳ ولایتونو لکه (فاریاب، جوزجان، بدخشان، بغلان، سرپل، بامیان، ډایکنډي، خوست، پکتیکا، بادغیس، فراه، زابل او کندهار) ته واستولې چې د موادو له کمښت سره مخ وو. کورني بې‌ځایه شویو کسانو، هېواد ته د راستنو شوېو کډوالو او د پېښو زیامنو شویو کسانو ته د رسیدنې په موخه، اړین مواد د وزارت له مرکزي ډیپو نه د حارث ټرانسپورټي شرکت په وسیله ولایتي ریاستونو ته ولیږدول شول.

  1. د خوراکي توکیو د مرستو د همغږۍ عمومي مدیریت

د خوراکي توکیو نړیوال پروګرام (WFP) په تېرو شپږو میاشتو کې د شتمنۍ د ایجادولو (۱۱) پروژې، د ۱۷۵۹.۶۳ متریک ټنو مخلوطو غذايي موادو په رامنځته کولو سره، د څلورو ولایتونو په (۱۱) ولسوالیو کې د همغږۍ او طبیعې پېښو ته د رسیدنې د ریاست سره په همغږۍ کې تطبیق کړې دي. له دغو موادو څخه ۱۰۸۶.۲۳ متریک ټنه د شتمنۍ د ایجادولو په پروژو کې ویشل شوي چې له هغو نه (۷۴۵۹)  تنه برخمن شوي او (۷۳۳۲۱۸) کاري ورځې یې رامنځته کړې دي. د دغو پروژو په تطبیق سره د سرکونو جوړېدل او بیارغول، د کانالونو پاکول، د استنادي دیوالونو جوړول او داسې نورې چارې ترسره شوې دي.

ناتکمیل شوي فعالیتونه

د تدارکاتي مراحلو تر طی کولو وروسته، ولایتونو ته د ۳۰،۰۰۰ بسکو ګبیونونو لیږد.

چمتوالي: د وزارت د غیرخوراکي توکیو ذخیرې

مرکزي ذخیره:

په مرکزي ډیپو کې ۳۴۵۸ لویې خېمې، ۵۶۹ کوچنۍ خېمې، ۱۳۶۱۳ لویې کمپلې، ۵۵۰۰ کوچنۍ کمپلې، ۱۲۴۴ ترپالونه، ۱۴۸۸ سرپوښ لرونکي سطلونه، ۲۳۷۵ پیالې، ۳۸۱ کړايي ګانې، ۳۸۱ دیګونه، ‍۱۲۹۰ پېشقابونه، ۲۷۸۸ کاشوغ پنجې، ۲۲۲۵ کاشوغې، ۲۲۲۵ کاسې، ۲۸۱ د لومړنیو مرستو کېټونه، ۸۱ ترمامتر، ۷۶۴۵ ماسکونه او ۱۸۱ د فشار آلې موجودې دي چې د اړتیا په وخت کې به ورځینې استفاده وشي.

ولایتي ذخیرې:

په ولایتي ډیپوګانو کې ۲۵۴۴ د ګبیون بکسونه، ۸۰۹۴ خیمې، ۴۲۶۲۹ کمپلې، ۱۵۰۲۷ بوشکې، ۲۴۳۹ الکینونه، ۳۳ د اوبو پلاستیکي ذخیرې، ۵۱۲۱ طاقه بوري، ۹۱۵۵ ترپالونه، ۲۴۰۷ د پخلنځي سیټونه، ۷۱۵۳ د ژمي جامې، ۱۰۳۵ جوړې بوټ او موزې، ۲۶۰۰ جوړې جرابې، ۱۵۰ سطرنجي‌ګانې، ۱۵۶۶۴ پلاستیکي سطلونه، ۴۱۲ تختې پلاستیک، ۵۹ د ګاز ډبې، ۳۰۵۲ روغتیايي کېټونه، ۴۵۱ دانې چرۍ، ۲۲۹ دانې جغل کښۍ، ۷۱ کراچۍ، ۸۷۰ دانې حفظ‌الصوي کیټونه، ۱۷۸۹۶ پیالې، ۱۸۵۸۵ کاسې، ۱۷۸۱۵ دانې کاشوغې، ۱۷۵۸۸ دانې کاشوغ پنجې، ۴۱۰۲ پېشقابونه، ۴۴۹۳ دیګونه، ۵۱۸۴ کړايي ګانې، ۸۲۵۸ د لومړنیو مرستو بکسې، ۴۵۳۲ د فشار آلې، ۴۶۸۲ ترمامېترونه او ۴۸۸۲۰ ماسکونه ځای پرځای شوي چې د بیړنیو حالاتو د ولایتي کمېټو سره په همغږۍ او وروسته له سروې په زیامن شویو کسانو باندې ویشل کیږي.

ناستې او همغږي

  • د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د همغږۍ او پېښو ته د رسیدنې د رئیس په دفتر کې د ریاست له کارکونکو سره اداري ناستې
  • د د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یا () په میاشتنیو ناستو کې د یوه کس ګډون

ننګونې او ستونزې

  • د طبیعي پېښو د مدیریت او رسیدنې لپاره د مشخصې بودجې نشتوالی
  • د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې د باتجربه او مسلکي کسانو نشتوالی
  • نا امنو ولایتونو ته لاسرسی نه درلودل. 

د همغږۍ او پېښو ته د رسیدنې آمریت

۱-۱: تحکیمات

د پروان، تخار او کابل ولایتونو په سیدخیل، سُرخ پارسا، د ګردیز مرکز، کلفکان او خاک جبار ولسوالیو کې د ۵ تحکیماتي پروژو تطبیقول، چې حجم یې ۳۰۸۴ مکعب متره کیږي او د ۳۷۰۰۸ امریکايي ډالرو په لګښت ۱۵۴۲ ګبیونونه په کې وکارول شول. له دغو پروژو نه شاوخوا ۱۱۳۳ کورنۍ برخمنې شوې او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د هستوګنې کورونه د سیلابونو له ګواښ نه خوندي شول.

۱-۲: د بشري مرستو ویش

په روزګان، بادغیس، بامیانو، بدخشان، بلخ، پروان، پنجشېر، پکتیکا، تخار، خوست، زابل، سرپل، سمنګان، غزني، غور، کنړ، لغمان، لوګر، وردګ، نورستان او نیمروز ولایتونو کې د طبیعي پېښو شاوخوا ۳۱۰۷ زیامنو شویو کورنیو باندې ۱۶۰۱ خیمې، ۴۲۲۳ کمپلې، ۹۹۲ ترپالونه، ۷۳۴ سطلونه، ۱۸ جوړې جرابې، ۱۳۳۴ صحي کیټونه، ۱۷۲۸ کاسې، ۱۹۱۵ پیالې، ۶۶۲ پیشقابونه، ۲۰۱۸ کاشوغې، ۱۷۵۴ کاشوغ پنجې، ۵۷۰ دیګونه، ۶۸۵ کړايي‌ګانې، ۴۸۲ د لومړنیو مرستو بکسې، ۴۸۴ د فشارې آلې، ۴۱۷ ترمامترونه، ۳۶۸۸ ماسکونه، ۲۳۷ دانې جمپر او بنیان کمیسونه، ۲۸ دانې جاکټ، ۱۸ جوړې بوټ او موزې، ۲۰۰ بکسه ګبیونونه او ۱۲۰ چریکي بسترې توزیع شوې دي.

فاریاب، جوزجان، سمنګان، سرپل، پلخمري، تخار او بدخشان ولایتونو ته د روان کال په غويي (ثور) میاشت کې په ډیپوګانو کې د شته موادوه او اجناسو د څارنې (نظارت) لپاره دوه ټیمونه ولیږل شول.

 

۲ـ د همغږۍ او د بیرته راستنو شویو او کورني بې‌ځایه شویو کورنیو د بیا پیوستون امریت

۲-۱: د بشري مرستو ویش

په بادغیس، روزګان، بامیان، بدخشان، پروان، پنجشیر، پکتیکا، تخار، جوزجان، خوست، ډایکنډیو، زابل، سرپل، سمنګان، غزني، غور، فاریاب، فراه، کاپیسا، کندوز، کندهار، کنړ، لغمان، لوګر، وردګو، ننګرهار او هرات ولایتونو کې په (۳۶۰۰) کورني بې‌ځایه شویو او هېواد ته په راستنو شویو کورنیو باندې ۲۲۰۰ خیمې، ۱۶۵۲۰ کمپلې، ۲۹۴۶ ترپالونه، ۳۴۶۸ سطلونه، ۳۷۹۱ بوشکې، ۷۳۹ جوړې جرابې، ۴۴۲۷ صحي کیټونه، ۴۳۱۰ کاسې، ۴۲۲۶ دانې پیالې، ۱۳۹۹ پیشقابونه، ۴۲۷۸ کاشوغې، ۴۳۱۸ کاشوغ پنجې، ۱۴۶۷ دیګونه، ۱۹۱۶ کړايي ګانې، ۱۴۱۷ د لومړنیو مرستو بکسې، ۱۲۶۶ د فشار الې، ۱۱۸۸ ترمامېتر، ۱۰۰۶۵ ماسکونه، ۱۷۴۱ د پخلنځي سیټونه، ۲۸۹۶ دانې جمپر او بنیا کمیسونه، ۸۸۸ دانې جاکټونه، ۳۴۶ جوړې بوټ او موزې، ۱۰۶ د ګاز ډبې، ۲ دانې چرۍ، ۱ دانه کراچۍ، ۱۵۰ دانې الیکینونه، ۳۴ دانې چریکي بسترې، ۶ دانې د اوبو ذخیرې او ۴۰۰ کارتنه هایجین کیټونه وویشل شول.

د هرات ولایت د کلیو پراختیا د ریاست د (۴۵مې) ګڼې مکتوب په اساس چې د ۱۳۹۷ کال د زمري د میاشتې په ۲۴ نېټه لیږل شویو و، له دغه ریاست سره په همغږۍ په شیدايي، ریګرشن (سبز ښارګوټي) او کهدستان سیمو کې له (۲۳/۲/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۴/۵/۱۳۹۷) نېټې پورې لاندې فعالیتونه ترسره شول:

  • په شیدايي او کهدستان سیمو کې څه باندې (۱۰،۰۰۰) کورني بې‌ځایه شویو کورنیو ته د څښلو د پاکو اوبو برابرول
  • د ۵۹۴۰ صحي کیټونو توزیع کول
  • د شیدايي، ریګرشن او کهدستان په ختیځو سیمو کې د (۸۰۰ ) مبرزونو جوړول
  • په نل‌بندانو (شیردهن) باندې د مجهزو ۳۰ پلاسټیکي ټانکیو نصبول
  • د حفظ‌الصحې او نظافت په اړه د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کول چې لاندې فعالیتونه په کې شاملیږي:
    • د ۲۴ کسانو لخوا د حفظ‌الصحې او نظافت په اړه پوهای ورکول
    • روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو، په ځانګړې توګه د کوچنیانو، راجع کول
    • د ۱۰۱۰ روغتیايي لارښود کتابونو، ۱۶۰ روغتیايي پوسټرونو او د (او آر اس) او زینګ د استفادې د (۳۰۰) لارښوود کتابونو ویشل
    • د (۳۳) ګرامه څه باندې (۵۰،۰۰۰) کلورین ټابلیټونو ویشل
    • څه باندې ۱۰،۰۰۰ کورنیو ته تر اوسه پورې د صحي پیغامونو رسول.

 

۲-۲:  د بشري مرستو لیږد 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د همغږۍ او طبیعي پېښو ته د رسیدنې ریاست د ننګرهار او نورستان ولایتونو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو په غوښتنه دغو ولایتونو ته له کورني بې‌ځایه شویو او هېواد ته د بیرته راستنو شویو کورنیو سره د مرستو په موخه ۱۵ رقمه غیرخوراکي توکي لکه: ۳۰۰ خېمې، ۱۵۰۰ کمپلې، ۳۵۰ ترپالونه، ۳۵۰ دانې سرپوښ لرونکي سطلونه، ۷۵۰ پیالې، ۷۵۰ نکلي کاسې، ۷۵۰ کاشوغې، ۷۵۰ کاشوغ پنجې، ۲۰۵ قابونه، ۱۹۰ دانې دیګونه، ۱۹۰ د لومړنیو مرستو بکسې، ۱۹۰ ترمامېترونه، ۱۹۰ د فشار آلې او ۱۸۰۰ ماسکونه وویشل، ترڅو له کورني بې‌ځایه شویو او هېواد ته د راستنو شویو کډوالو سره مرستې وشي. یاد مواد له د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له مرکزي ډیپو څخه ولایتي ریاستونو ته د باربري موټرانو په ذریعه انتقال شول.

۳. د خوراکي توکیو د مرستو د همغږۍ عمومي مدیریت

د خوراکي توکیو نړیوال پروګرام (WFP) د ۱۳۹۷ کال په لړ کې د شتمنۍ د ایجادولو (۴۳) پروژې، د ۱۰۵۲۷.۶۵ متریک ټنو مخلوطو غذايي موادو د رامنځته کولو په موخه، د اوو ولایتونو په (۴۳) ولسوالیو کې د همغږۍ او طبیعې پېښو ته د رسیدنې د ریاست سره په همغږۍ کې تطبیق کړې دي.

 د ذکر شویو خوراکي توکیو له جملې نه (۷۲۵۰،۸۸) متریک ټنه مواد په خلکو باندې وړیا وویشل شول چې (۲۷۹۴۸) تنه ترې برخمن شول. شاوخوا (۳۲۷۶.۷۹) متریک ټنه مواد د شتمنۍ د ایجادولو په پروژو کې وویشل شول چې ۱۲۷۸۴ تنه ترې برخمن شول او ۹۶۲۵۹۱ کاري ورځې یې رامنځته کړې. ددغو پروژو په تطبیق سره د سرکونو جوړول او بیارغول، د کانالونو پاک‌کاري او د استنادي دیوالونو جوړول او داسې نورې چارې ترسره شوې.

ناترسره شوي فعالیتونه:

۱ -۴: تر پوښښ لاندې ولایتونو ته تر تداراکاتي مراحلو وروسته د ۳۰،۰۰۰ بکسه ګبیونونو لیږد. 

۵ – چمتووالي

۵ -۱: مرکزي ډیپو

په مرکزي ډیپو کې ۳۴۶۸ لویې خېمې، ۲۹۶۹ کوچنۍ خېمې، ۱۳۶۱۳ لویې کمپلې، ۱۵۷۰۰ کوچنۍ کمپلې، ۳۹۹۳ ترپالونه، ۴۲۳۷ سرپوښ لرونکي سطلونه، ۸۳۲۵ پیالې، ۱۸۲۵ کړايي‌ګانې، ۱۸۲۵ دیګونه، ۲۷۴۹ پیشقابونه، ۸۱۷۵ پنجې، ۸۱۷۵ کاشوغې، ۸۱۷۵ کاسې، ۱۵۲۵ د لومړنیو مرستو کېټونه، ۱۳۲۵ ترمامترونه، ۲۱۶۴۵ ماسکونه او ۱۴۲۵ د فشار الې موجودې دي چې د اړتیا په وخت کې به ورنه استفاده وشي.

۶- ناستې او همغږي

۶-۱: د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د همغږۍ او پېښو ته د رسیدنې د رئیس په دفتر کې د ریاست له کارکونکو سره اداري ناستې

  • -۲: د د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ یا (UNHCR) په میاشتنیو ناستو کې د یوه کس ګډون

۷-  ننګونې او ستونزې

  • د طبیعي پېښو د مدیریت او رسیدنې لپاره د مشخصې بودجې نشتوالی
  • د طبیعي پېښو د مدیریت په برخه کې د باتجربه او مسلکي کسانو نشتوالی
  • نا امنو ولایتونو ته لاسرسی نه درلودل.