بدخشان کې د پراختیایي شوراګانو غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د فطور پراختیایي شورا او کلیوالو ته د کورونا ویروس د خطرونو او له هغې څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په هکله لازم عامه پوهاوی ورکړل شو. په دغه فعالیت کې د نوموړې شورا شا و خوا ۸۲ كورنيو غړو گډون کړی و. د شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسوولیت ادا کړي.