په ننګرهار کې د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په برده کلي کې د ۳۵۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار ۴۰ سلنه مخته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۳۴۸ کاري ورځې رامنځته شوې او په بشپړیدو سره به یې د سیمې ۲۸۰۰ اوسیدونکي ګټه ترې پورته کړي. د یادونې وړ ده، چې د دغې پروژې له لارې به نه یواځې دا چې د سیمې د بزګرانو د اوبو لګولو سیستم منظم شي؛ بلکې کروندو ته د اوبو رسولو په لاره کې به د اوبو د بې ځایه مصرف مخه هم ونیول شي او همدا راز د دغه کانال له لارې به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.
