په کونړ کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د يوه کرنيز کانال د جوړولو چارې روانې دي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت د پېچ درې ولسوالۍ اړوند د وردېش کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو د يوه کرنیز کانال د جوړېدو چارې روانې دي.
دغه پروژه چې ۲۵۰ متره اوږدوالی لري په جوړېدو سره به يې د ځايي خلکو ۳۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه د اوبو لګونې له معياري سیسټم څخه برخمنه شي. له دې کانال څخه ۲۳۶ کورنۍ ګټه اخلي او د جوړولو د کار په بهیر کې به یې ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته ۱۲۳۴ کاري ورځې رامنځته شي.