په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت اوبورسولویوه شبکه جوړه شوه د ۳۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۷
په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت اوبورسولویوه شبکه جوړه شوه د ۳۰ کورنیو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې پروګرام له لوري د کندهار ولایت د تخته‌پُل ولسوالۍ په تورکوتل کلي کې د۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخستنې ته وړاندې شوه.

په جوړولو سره په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل،۶ تختې سولر ، یوه احاطّاو یوه د اوبو زیرمه، د څه باندې ۷۰۰ مترې اوږدې شبکې غځول، او د ځینې نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو. او ددغه کلي د ۳۰ کورنیو لپاره یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې.

د یادې شوې پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره په لسګونه کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په میدان ورد ګ کې ۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د بهسودو د حصه اول ولسوالۍ په لنګر کلي کې د ۲ سوه او ۹۰ زرو افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو شبکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۴
Background image

په لوګر کې یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره او کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سرې غونډۍ کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوې زیرمې چې ۵۰۴ متره. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

په غور کې د اوسپنیز کانکریټي پل کار روان دی

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت له لوري د غور ولایت د لعل و سر جنګل ولسوالۍ په دهن چکه کلي کې د اوسپنیز کانکریټي پل د جوړولو کار ۶۵ سلنه پرمخ تللی دی.

دا پل چې ۲۰ متره اوږودوالی لري د. . .

BACK TO NEWS