په کونړ کې ۸۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت د نارنګ ولسوالۍ په مزار کورونه کلي او مرکز اړوند کره مار او دوشاخ خیل کلیو کې د ۱۱ میلیونو افغانیو په ارزښت ۸۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې. ددې پروژو په تطبیق کې کابو ۴۰۰ کاري ورځې ګاریګرو ته رامنځته شوې وې.