په کونړ ولایت کې د محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۳۰ - ۲۱:۳۶
کنر

په کونړ ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال پروژه چې څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د نورګل ولسوالي په بیلې کلي کې د ۵۴۰ مترو په اوږدوالي بولډر ډوله محافظوي دیوال جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۱۱۰ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۰۳۸ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمیر کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شویده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۲۲:۰
Background image

په کونړ کې د۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي ديوال پروژه بشپړه شوه

د کليو بيا رغونې او پرمختيا وزارت د سيمه ييز پروگرام له لوري د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ په شامکار کلي کې د ٤٤٥ مترو په اوږدوالي د محافظوي ديوال پروژه چې څه باندې ١٠ ميليونه افغانۍ. . .

شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۲۱:۵۸
Background image

په پکتیکا کې د ۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال هوکړه لیک لاسلیک شو

د پکتیکا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس او اړوندې شورا تر منځ د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ په دهني کلي کې د ۲۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۳۰ متره استنادي دیوال د جوړولو هوکړه. . .

شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۲۱:۵۵
Background image

په غور کې د ۲۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۴ شبکو کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام تر سیوري لاندې د غور په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د ۲۴.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د ۱۴ شبکو کار پیل شو.

ددې پروژو په. . .

BACK TO NEWS