په کندهار کې د شهید جنرال عبدالرازق اکاډمۍ لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۴:۵۲
Clean drinking water provided for Shaheed General Abdul Raziq Academy in Kandahar

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ د «شهید جنرال عبدالرازق اکاډمۍ» لپاره د ۱.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو لپاره یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ددې پروژې په تکمیلېدو سره په شهید جنرال عبدالرازق اکاډمۍ کې د (۱۲۰۰) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د ۲۰ تختې سولرو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

دغه راز د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره کابو (۵۰۰) کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۹
Background image

په سمنګانو کې د یوه کرنیز کانال او یوه ترناب د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سمنګانو ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د نوآباد سرقیه ازبکیه کلي پراختيايي شورا لخوا د ۲.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

په تخار کې د ۳۱۷ متره اوسپنیز کانکریټی محافظوي دیوال جوړولو کا روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په ګذر کلي کې د ۳۱۷ متره اوسپنیز کانکریټی محافظوي دیوال جوړولو کا ر چې په پاخه ډول جوړیږي. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۷ - ۱۱:۳
Background image

په روزګان کې ۴۳ کوچي کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو کیږي

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ د سفر کاریز د سیمې د کوچیانو په ایلبند کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوې. . .

BACK TO NEWS