په کابل کې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د یو کرنیز کانال د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۴:۵۸
تکمیل کار ساخت ۲۶۰ متر کانال آبیاری به ارزش یک میلیون افغانی در کابل

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ په ده بر کلي کې د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت د یوه کرنیز کانال د جوړولو چارې بشپړې شوې.

دا کانال ۲۶۰ متره اوږدوالی، ۱۶ متره سوپر پسیج ،۵۰ متره محافظوي دېوال او ۱۹ حقابې لري چې د ځايي خلکو۱۵۰جرېبه کرنيزه ځمکه به خړوبه کړي او ۱۳۰ کورنیو ته به یې ګټه ورسیږي. او د یادې سیمې تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو لپاره يې ۸۵۲ کاري ورځې برابرې کړې.

د يادونې وړ ده، چې د کابل ولايت بګرامیو، چهاراسياب، موسهي، خاک جبار او ګلدرې ولسواليو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د اوبو لګونې په سکټور کې د ۴۲۴۴۸ مترو په اوږدوالي د کانال جوړونې کارونه روان دي، ۴۰ سلنه یې چارې بشپړې شوي او پاتې نورې به يې په نږدې راتلونکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي چې شاوخوا ۳۴۲۰۶ جريبه کرنیزې ځمکې به د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په میدان ورد ګ کې ۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګ ولایت د بهسودو د حصه اول ولسوالۍ په لنګر کلي کې د ۲ سوه او ۹۰ زرو افغانیو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو شبکه. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۴
Background image

په لوګر کې یو میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو ذخیره او کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د لوګر ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د سرې غونډۍ کلي کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د یوې زیرمې چې ۵۰۴ متره. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۵:۱۲
Background image

په غور کې د اوسپنیز کانکریټي پل کار روان دی

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت له لوري د غور ولایت د لعل و سر جنګل ولسوالۍ په دهن چکه کلي کې د اوسپنیز کانکریټي پل د جوړولو کار ۶۵ سلنه پرمخ تللی دی.

دا پل چې ۲۰ متره اوږودوالی لري د. . .

BACK TO NEWS