په کابل کې د ۱۲.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې شوې

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۰:۵
Construction of two water supply networks worth 12.4 million Afghanis completed in Kabul

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري او د داکار موسسې په مالي ملاتړ د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالي په شاکر احمد او لوګریان کلیو کې د ۱۲.۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې شوې.

نوموړې شبکې د ۶.۸ کیلومتره او ۵۳۰ متره اوږدوالی لري، چې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته په سلګونو کاري ورځې رامنځته شوې دي.

ویل شوي دې، چې ددغو پروژو څخه ۳۳۰ کورنۍ په احمد شاکر او ۲۵۰ کورنۍ په لوګریان کلیو کې برخمنې شوې او پاکو اوبو ته یې لاس رسی پیدا کړی دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۲۹
Background image

په تخار کې د ۲۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه اوسپنیز کانکریټي پلونه جوړ شول

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت فرخار ولسوالۍ په پیاني او زرګران کلیو کې د ۲۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه اوسپنیز کانکریټي. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

په سرپل کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو

دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبورسولو او حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د مرکز اړوند تخته کپروک او خانقاه کلي کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په ننګرهار کې د اوبو لګولو کانال د جوړولو کار بشپړ شو

د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په برده طاهر کلي کې د ۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۵۰ مټرو په اوږدوالي د اوبو لګولو د. . .

BACK TO NEWS