په پنجشیر کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال قرار داد لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفترله لوري د پنجشیر ولایت د حصه اول (خنج) ولسوالۍ په پاوات کلي کې د ۱.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبو کانال قرار داد د کلیو بیا رغونې او پرختیا رییس او د سیمې د پراختیایي شورا سره لاسلیک شو. دغه کانال به په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي او د بشپړېدو په صورت کې به د سیمې ۵۰۰ کورنۍ یې له ګټې برخمنې شي.