په هرات کې د ۴۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۰ پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مالي معین معراج الدین شمس هرات ولایت ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په ۷ ولسوالیو کې د ترانسپورت، اوبو رسولو او اوبه خور په برخه کې د ۴۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۰ پرمختیایي پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
ددې پروژو د پلي کیدو پر مهال تخنیکي او نا تخنیکي کارکوونکو ته زرګونه کاري ورځې رامنځته شوي او په بشپړیدو سره یې ۳۴ زره او ۱۴۳ کورنۍ له ګټو برخمنې شوې.
باید ووایو چې ددې پروژو تر څنګ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د بیلابیلو پروګرامونو تر سیوري لاندې د یاد ولایت په مرکز او ۶ ولسوالیو کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ نورو پروژو د بنسټ ډبره هم کیښودل شوه چې ګټه به یې ۱۷ زره او۶۴۵ تنو ته ورسیږي.