په هرات کې د ۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ په اسماعیل خیلو کلي کې د څښاک د پاکو اوبو د یوې شبکې کار د ۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت روان دی او ۸۰٪ مخکې تللی دی. دا شبکه ۲۵۰۰ متره اوږده ده یوه ژوره څاه، د لمریزې بریښنا واټر پمپ او د ۱۵ زره لیټرو په ظرفیت یوه د اوبو زیرمه لري. ددې پروژې په بشپړتیا سره به ۴۴۱ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.