په ننګرهار کې ١٢٥٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۴:۵۱
په ننګرهار کې ١٢٥٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې د AHF په مالي مرسته د شپول او زوا موسسې لخوا د ننګرهار په کوټ او خوګیاڼو ولسوالیو کې د اوبو رسو لو د یوې پروژې په تطبیق سره ۱۲۵۰ کورنیو ته څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

په دغه پروژه کې د ٣٥ څاګانو کیندل، د ٥٠ غیر فعالو څاګانو فعالول او کیندل او ١٥ څاګانو ترمیم شامل وه .

ددې سربیره په یاده پروژه کې د حفظ الحې د تامین په موخه د ٣٥ تشنابونو جوړول ، 2500 تنو ته دحفظ الصحې ټریننک او ١٢٥٠ میرمنو ته د پاکوالي بکسې (Hygiene Kits) ویشل شوي تر څو کورنۍ خپله حفظ الصحه مراعات او له ناروغیو څخه وژغورل شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۲۲:۱۲
Background image

په پکتیا ولایت کې یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د څه باندې (۴.۹) میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کوچنۍ بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۹:۳۰
Background image

په کاپيسا ولایت کې (۳۳۱) بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کاپيسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د څه باندې (۴۴۱) میلیونه افغانیو په لګښت د افغانستان ټولنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ولایت کې بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت، د  (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت په پغمان، خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د. . .

BACK TO NEWS