په میدان وردګ کې د ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شو.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو همکاریو دفتر له خوا د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په موروي کلي او د جغتو ولسوالۍ په خواجه اب کلي کې کې د ۶.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پرمختیايي پروژو کار پیل شو.
دا پروژې د دوو کانالونو د جوړولو دي چې ۳۴۶ او ۹۴۷ متره اوږده دي چې په بشپړتیا سره به یې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبه خور تر منظم پوښښ لاندې راشي.