په میدان ورددګ کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د یو استنادي دېوال چارې بشپړې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د میدان وردګو ولایت لومړۍ حصه بهسودو ولسوالۍ په دهن مستا قُل خویش سیمه کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د ٢٨٠ مترو په اوږدوالي یو محافظوي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد دېوال په پاخه اساسي بڼه رغول شوی دی، چې د رغولو پر مهال یې د سیمې اوسېدونکو ته یې ١٢٣٧ کاري ورځې رامنځته کړې وې او په راتلونکې کې به د سیمې ٤٠ جریبه کرنیزه ځمکه، تر لسو زیات استوګنیز کورونه او یو مسجد د سیلابونو را وتلو پرمهال له خطرونو خوندي کړي.
