په لوګر کې ۲۸۰ تنه زده کوونکو ته د زده کړې مناسبه زمینه برابره شوه

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۱۱:۴۴
ایجاد فضای سالم درسی برای ۲۸۰ دانش آموز در لوگر

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ اړوند د منګلان کلي کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۸۰ تنه زده کوونکي د یو ښوونځی په جوړیدو سره د زده کړې له مناسب چاپیریال څخه برخمن شول. دا ښوونځي ۶ درسي خونې، ۱ اداري خونه او ۳ تشنابونه لري.

د دې ښوونځی د جوړېدو په ترڅ کې ځايي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره ۳۴۲۵ کاري ورځې رامنځته شوې وې. د يادونې وړ ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام د اقرا پروژې له لوري د لوګر ولایت په چرخ ولسوالۍ کې ۱۵ ښوونځيو ته د ودانیو جوړول منظور شوي، چې د يو شمېر ښوونځيو رغنیزې چارې تکميل او د پاتې نورو به په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

په جوزجان کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانګرېټي سړک کارونه روان دي

 کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د جوزجان ولایت مرکز شبرغان اړوند په چرمګرخانه کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۴۷۸ متره اوږد کانګرېټي سړک چارې ۷۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۴
Background image

په بدخشان کې پر ۱۵۱ کورنیو مرستندویه کڅوړې وویشل شوې

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ملي دسترخوان پروګرام تر چتر لاندې د بدخشان ولایت د مرکز په نواباد سخي محمد کلي کې د ۶۰۴ زره افغانیو په ارزښت پر ۱۵۱ اړمنو کورنیو مرستندویه توکي وویشل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۳:۲۵
Background image

په خوست کې د محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال د جوړولو کار ۹۸ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د تڼیو ولسوالي په. . .

BACK TO NEWS