په سمنګان کي د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د کوچیانو لپاره د یوې پروژې کار پیل شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۱:۹
آغاز کار تطبیق یک پروژه‌ی انکشافی برای کوچی‌ها در ولایت سمنگان

د کلیو د بیارغونی او پراختیا وزارت د ولسی تړون ملی پروګرام له لوري د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کوچیانو لپاره د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پراختیایي پروژې د پلي کولو کار پیل شو.

پدی پروژه کې د څښاک د پاکو اوبو یوه څاه او د اوبو د تصفیې دستګاه شاملې دي چې د جوړیدو کار یې د اچقدق بالا او اچقدق پایین ایلبندونو د پراختیايي شوراګانو لخوا ترسره کیږي.

د دغه پروژې د جوړیدو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۳۱۰ کاري ورځې رامنځته شي او شاوخوا ۱۳۴ کورنۍ به ترینه ګته واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په سرپل کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶۰ متره استنادي دیوال کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په اوقاف شرقي کلي کې د ۵.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۶۰ متره استنادي دیوال. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۴:۳۰
Background image

په سرپل کې د ۵.۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې شبکې کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ په ابجوش او تیخوچ ولسوالۍ کې د ۵.۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې شبکې کار ۷۵ سلنه مخته تللی دی.

دا. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۴:۲۶
Background image

په کاپیسا کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴۷ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړونې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په دوو برخو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳.۴۷ کیلومتره کانکریټي. . .

BACK TO NEWS