په سمنګانو ولایت کې د څه باندې۱۰میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د (۱۰مېلیونه او ۲۷۶ زره) افغانیو په لګښت سره چې د دولت له بودیجې ورکړل شوي، د سمنګانو ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ په تلخ کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اوبو رسولو د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې (۶۲۰) کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې. د اوبو رسولو ددغې شبکې د جوړولو په چارو کې د یوې چینې استحکامکاري، د (۸۰) متر مکعب په ظرفیت سره د یوې ذخیرې جوړول د څه باندې (۲۳ زره) متره اوږدې شبکې غځول او د اوبو په مېټرونو باندې د مجهزو (۲۶۹) نلبندانونو نصبول شامل وو. دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو سولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري تطبیق شوه.